کوټه (ویب نیوز)پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دکي لوني د کلي بختیار خان په سیمه کې د ماین چاودنې له امله د درېو سکه وروڼو پر شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په بلوچستان کې پرلهپسې ترهګریز بریدونه، هدفي وژنې، تښتونې، د ماینونو چاودنې او نور تاوتریخوالي د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. ګوند له حکومته غوښتنه کړې چې د شهیدانو له کورنۍ سره دې سمدستي مالي مرسته وشي، په ماینونو ککړې سیمې دې په نښه او د مسلکي او روزل شویو ټیمونو له لارې دې پاکې شي او په بلوچستان کې د وروستیو ټولو تاوتریخوالو د پېښو بې پرې او هر اړخیزې پلټنې دې وشي او مسؤل کسان او د هغوی مرسته کوونکي دې قانون ته وسپارل شي. بل لور ته د جمعیت علما اسلام مرکزي عمومي منشي او د قومي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالغفور حیدري ویلي چې حکومت په امن ټینګولو کې خپله ناکامي او نالایقي پر باغونو پر مالکانو اچوي او د باغونو مالکانو ته د ترهګرو د مرسته کوونکو خطاب کول هېڅ منطق نه لري. نوموړي وویل چې د امن ټینګول د دولت مسؤلیت دی او د ترهګرۍ ختمول د امنیتي او استخباراتي ادارو دنده ده، که وسله وال په زور د یوه ځمکوال یا باغ مالک سیمې ته داخل شي، مالک یوازې له دې امله مسؤل نه شي ګرځېدلی. هغه وویل چې د خلکو له خپلو پلرنیو ځمکو او ملکیتونو څخه جبري ایستل د منلو وړ نه دي او دا ډول اقدامات به د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ واټن او بې باوري نوره هم زیاته کړي. مولانا عبدالغفور حیدري وویل چې په بلوچستان کې ناامني، محرومیت او بې ثباتي مخ په زیاتېدو ده او په ډېرو سیمو کې د حکومت واکمني نه لیدل کېږي، سره له دې چې د امن او امان په نوم میلیاردونه روپۍ لګول کېږي، خو روانه ناامني د حکومت د فعالیتونو پر وړاندې جدي پوښتنې راپورته کوي، حکومت باید د لوړو دعوو پر ځای د خلکو د سر، مال او عزت د ساتنې لپاره عملي او تلپاتې اقدامات وکړي.
