تازه خبرونه ۳۰ اگست ۲۰۲۶

چمن او شاوخوا سیمو کې زلزله، شدت ۳،۵ درجې ثبت

چمن (ویب نیوز)چمن او شاوخوا سیمو کې د غرمې په ۱ بجې او ۱۶ دقیقو زلزله وشوه چې شدت یې د ریکټر پر کچه ۳،۵ درجې ثبت شوی دی. د هوا پېژندنې ادارې د زلزله سنج مرکز له مخې د زلزلې مرکز د چمن ښار ۲۵ کیلومتره سوېل لوېدیځ لوري ته او ژوروالی یې ۱۲ کیلومتره و. د زلزلې له امله د خلکو ترمنځ وېره خپره شوه او ګڼ کسان له کورونو او دفترونو بهر ووتل، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې د ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.