پاکستان ۳۱ اگست ۲۰۲۶

د پټرولو بیه ۷۷ پېسې لوړه، ډیزل ارزانه شو

کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) اوګرا د پټرولیم محصولاتو د بیو د بدلون خبرتیا خپره کړې چې له مخې یې د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۷۷ پېسې لوړه او د ډیزلو بیه یو روپۍ او ۳ پېسې کمه شوې ده. د بیې له لوړوالي وروسته د پټرولو نوی نرخ ۳۴۲ روپۍ او ۷۹ پېسې فی لیټر او د ډیزلو نوی نرخ ۳۷۰ روپۍ او ۴۱ پېسې فی لیټر ټاکل شوی دی. د نویو بیو عملي کېدل به نن شپه له ۱۲ بجو څخه پیل شي.