کوټه (ورځپاڼه نوې ژوند) د ډبلیو ډبلیو اېف پاکستان تخنیکي سلاکار معظم خان خبرداری ورکړی چې د کراچۍ او بلوچستان په ساحلي سیمو کې د سټینګ رې کب، چې په سیمه کې د «پېټن» په نوم یادېږي، پراخ ښکار کېږي او له امله یې د سمندري ژوو تنوع او ایکوسیستم د اغېزمنېدو وېره شته. د هغه په وینا، په تېرو ۱۲ کلونو کې د سټینګ رې د وزرو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی چې له امله یې د دې کب ښکار هم ډېر شوی دی. نوموړي وویل چې د چیتا په څېر نښې لرونکې د سټینګ رې ځینې ډولونه ښايي په سیمه کې د ورکېدو له ګواښ سره مخ شي. د سټینګ رې غوښه په پاکستان کې عموماً نه خوړل کېږي، خو وزرونه یې تایلنډ، مالیزیا او اندونیزیا ته صادرېږي. د سمندري ژوو د کارپوهانو په وینا، د دې کب بېرویه ښکار د سمندري ایکوسیستم توازن زیانمنولی شي، نو د ښکار او سوداګرۍ اغېزمنه څارنه او مدیریت اړین دی.
