تازه خبرونه ۱ ستمبر ۲۰۲۶

امریکا بېړیو ته د هرمز له تنګي د تېرېدو دروغجن ضمانتونه ورکوي، پر تنګي بشپړ کنټرول لرو: ایران

کوټه (ویب ډیسک) د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي چې ایران د هرمز پر تنګي بشپړ کنټرول لري او امریکا بېړیو ته د هرمز تنګي له جنوبي لارې څخه د تېرېدو دروغجن ضمانتونه ورکوي. هغه خبرداری ورکړی چې که د امریکا سمندري محاصره لا سخته شي، تهران به پوځي ځواب ورکړي. د قطري رسنۍ د راپور له مخې، باقر قالیباف په یوه ویډیويي پیغام کې د هرمز تنګي د وضعیت او له امریکا سره د روانې ترینګلتیا په اړه وویل چې ایراني ځواکونه د امریکا له لوري د بېړیو د تېرولو د هڅو پر وړاندې مقاومت کوي. هغه ومنله چې دښمن ځینې بېړۍ د هرمز له تنګي څخه په تېرولو بریالی شوی، خو نوموړي ټینګار وکړ چې ایراني ځواکونه لا هم پر تنګي بشپړ کنټرول لري او اجازه به ورنه کړي چې تنګی په عادي ډول پرانیستل شي. د ایران د پارلمان مشر تور ولګاوه چې امریکا بېړیو ته د هرمز تنګي له جنوبي لارې څخه د تېرېدو دروغجن ضمانتونه ورکوي، خو له دې لارې د تېرېدو هڅه کوونکې بېړۍ په نښه کېږي. قالیباف وویل چې امریکا د تفاهم د یادښت خلاف د هرمز تنګي له جنوبي لارې څخه د تېرېدو هڅه کوي، خو ایران به د دې اجازه ورنه کړي. هغه زیاته کړه چې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري محاصره د پوځي اقدام په معنا ده او که محاصره زیاته شي، ایران به پوځي ځواب ورکړي. باقر قالیباف وویل که د امریکا تګلاره دا وي چې ایران له خلیج څخه د تېلو صادرات ونه شي کولی، نو بیا به هېڅوک د تېلو صادرات ونه شي کولی. د ایران د پارلمان مشر د دغه هېواد د پوځي وړتیا په اړه هم وویل چې ایران خپله پوځي وړتیا د دښمن په پرتله په چټکۍ سره بېرته پیاوړې کوي. د هغه په وینا، په هر نوي کړکېچ کې ایراني ځواکونو تر پخوا ښه فعالیت کړی او ایران دښمن دې پایلې ته رسولی چې د ایراني توغندیو مخنیوی نه شي کولی. هغه زیاته کړه چې د جګړې په راتلونکو پړاوونو کې به ایران د کیفیت او شمېر له پلوه لا زیاته برتري ولري. د باقر قالیباف دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه ورځ مخکې د ایران پر ضد د بیا پوځي اقدام ګواښ کړی و، چې له امله یې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ او د اوږدې جګړې د احتمال اندېښنې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.