اسلام اباد (ویب ډیسک) پاکستان په نړیواله پانګهواله بازار کې د امریکايي ډالرو په بڼه د نوي معیار یورو بانډونو د اجرا بهیر پیل کړی دی. د مالیې وزارت په وینا، د ۵ او ۱۰ کلونو مودې لپاره د دوو برخو یورو بانډونو وړاندیز پیل شوی، خو د بانډونو وروستی اجرا به د نړیوال بازار له وضعیت سره تړاو ولري. د مالیې وزارت وايي چې د پاکستان په خپلواکه کریډیټ درجهبندۍ کې پرلهپسې ښه والی، د اقتصاد پیاوړي بنسټونه او د پانګهوالو د باور زیاتوالی د نړیوالې پانګې بازار ته د پاکستان د بیا ستنېدو لپاره زمینه برابره کړې ده. د وزارت په وینا، د یورو بانډونو اجرا به نړیوال پانګهوال بازار ته د پاکستان د بیا لاسرسي په برخه کې مهم پرمختګ وي.
