تازه خبرونه ۱ ستمبر ۲۰۲۶

اسلام‌اباد کې افغان سفیر: د افغانستان او پاکستان اړیکې یوازې تر ګاونډیتوبه نه دي محدودې

اسلام‌اباد (ویب ډیسک) په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب ویلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یوازې تر ګاونډیتوبه نه دي محدودې، بلکې جغرافیه، د خلکو اړیکې، سوداګري، ټرانزیټ او تاریخي او امنیتي شرایط دواړه هېوادونه له یو بل سره نښلوي. سردار احمد شکیب د پاکستان په ملي دفاع پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي چې افغانستان او پاکستان له جغرافیایي پلوه له یو بل سره تړلي دي او د دواړو هېوادونو د خلکو او ټولنو ترمنځ هم ژورې اړیکې شته. د نوموړي په وینا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو تګ راتګ د افغانستان او پاکستان اقتصادونه او ټولنې له یو بل سره تړلي ساتلي دي. افغان سفیر زیاته کړې چې د تېرو څو لسیزو جګړو او امنیتي تحولاتو داسې وضعیت رامنځته کړی چې له امله یې د دواړو هېوادونو امنیتي محاسبې هم په ژوره توګه له یو بل سره تړلې دي. سردار احمد شکیب دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې د بېلابېلو، په ځانګړي ډول سوداګریزو، ټرانزیټي او امنیتي مسایلو له امله له ستونزو سره مخ شوې دي.