کابل (ویب ډیسک) د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي چې هند د پراختیايي او بشري مرستو له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ کړی او دغه ملاتړ به یې په راتلونکي کې هم دوام ولري. د هندي رسنیو د راپور له مخې، نریندرا مودي دغه څرګندونې د سېشنبې په ورځ د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډې پر مهال کړې دي. مودي ویلي چې د یوه سولهییز او خوندي اوراسیا د رامنځته کولو ګډه موخه د افغانستان له ثبات سره نږدې تړاو لري. د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډه د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه په بشکیک کې ترسره کېږي. دا د دغه سازمان د سرمشریزو ۲۶مه غونډه ده او د سازمان د جوړېدو له ۲۵مې کلیزې سره هممهاله ترسره کېږي.
