اسلاماباد (ویب ډیسک) د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بیرسټر ګوهر خان ویلي چې د سپټمبر په ۲۷مه اسلاماباد فتح کولو ته نه، بلکې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره راځي او احتجاج به یې سولهییز وي او هېڅ ډول تاوتریخوالی به نه کېږي. بیرسټر ګوهر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د تحریک انصاف د بنسټګر په اړه د اسلاماباد عالي محکمې پرېکړه د هرکلي وړ ده او باید د محکمو پر پرېکړو عمل وشي. هغه وویل چې له بنسټګر سره یې له ۳۲۰ ورځو راهیسې لیدنه نه ده کړې او دوی اسلاماباد ته د انصاف غوښتلو لپاره راځي، نه غواړي د دولت یا صوبې له سرچینو څخه استفاده وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د تحریک انصاف پر غوښتنو باید جدي غور وشي، ځکه ګوند په محکمو، پارلمان او سنا کې خپله خبره مطرح کړې، خو غوښتنو ته یې پاملرنه نه ده شوې. بیرسټر ګوهر د سیاسي خبرو اترو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د تاوتریخوالي او کړکېچ د کمولو او د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره باید د تحریک انصاف بنسټګر روغتون ته ولېږدول شي او درملنه یې وشي. هغه وویل چې سیاسي خبرې اترې ضروري دي او که حکومت خبرې پیل کړي، تحریک انصاف خبرو ته چمتو دی. د هغه په وینا، تحریک انصاف د دولت یا پاکستان ضد دریځ نه لري، بلکې غواړي هېواد پرمختګ وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د احتجاج اعلان د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې له تړون څخه مخکې شوی و او تحریک انصاف په تېرو وختونو کې د پاکستان د مهمو دیپلوماتیکو هڅو په وړاندې خنډ نه دی جوړ کړی. بیرسټر ګوهر وویل چې له تحریک انصاف بنسټګر سره یې وروستۍ لیدنه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۵مه شوې وه.
