کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د پاکستان پیپلز ګوند د مشر بلاول بهټو زرداري کوئټه ته د راتګ په موقع د امنیتي تدابیرو له امله د ایئرپورټ سړک او شاوخوا ټول تجارتي او کاروباري مرکزونه بند کړل شوي، چې له امله یې د ښار سوداګریز فعالیتونه په بشپړ ډول درېدلي، تاجران او ځايي خلک وایي چې د ویآیپي حرکتونو له امله د هغوی روزګار سخت اغېزمن شوی او د دکانونو بندېدو سره مالي زیانونه او د عامو خلکو د تګ راتګ ستونزې زیاتې شوې دي، بلخوا انتظامیه وایي چې دا سخت امنیتي اقدامات د مهم مېلمه د خوندیتوب او د هر ډول ناوړه پېښې د مخنیوي لپاره اړین وو.
