کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د بلوچستان اسمبلۍ کې د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق خان اڅکزي د خونې دوره وکړه او د هغه د ځوان زوی ثناء الله خان اڅکزي په مړینه یې د زړه له کومې خواشیني او افسوس څرګند کړ.
په دې موقع د بلوچستان اعلیٰ وزیر سرفراز احمد بګټي، د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخیل، د قومي اسمبلۍ غړی حاجي جمال شاه کاکړ او د بلوچستان اسمبلۍ نور غړي هم موجود وو.
د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وویل چې د ځوان زوی بیلتون د مور او پلار لپاره یوه ډیره لویه او نه جبران کیدونکې غمیزه ده، او په دې سخته شېبه کې دی د غم ځپلې کورنۍ په غم کې برابر شریک دی.
د قومي اسمبلۍ سپیکر د مرحوم د ثواب لپاره فاتحه ولوستله او الله تعالی ته یې دعا وکړه چې مرحوم ته په جنت الفردوس کې لوړ مقام ورکړي او کورنۍ ته یې د زغم توفیق ورکړي.
