کوټه (وېب نیوز) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ د مسلم لیګ (ن) بلوچستان مهمه غونډه وشوه چې پکې د ګوند د سیاسي او تنظیمي فعالیتونو ارزونه وشوه. سردار ایاز صادق جمال شاه کاکړ ته لارښوونه وکړه چې په بلوچستان کې د ګوند تنظیمي جوړښت په درېیو میاشتو کې بشپړ او مشرتابه ته یې تفصیلي راپور وړاندې کړي. هغه ټینګار وکړ چې په ټولو ډویژنونو، ضلعو او تحصیلونو کې دې د ګوند تنظیمونه فعال او پیاوړي کړل شي.
