کوټه/اسلام آباد (وېب نیوز) د ۲۰۲۷ کال په مارچ کې د پاکستان له سینیټ څخه د بلوچستان د یو شمېر سناتورانو په ګډون ۴۸ سناتوران خپله شپږ کلنه دوره بشپړوي. له بلوچستان څخه په دغو سناتورانو کې خرم ذیشان، منظور کاکړ او ثمینه ممتاز زهري شامل دي. د معلوماتو له مخې، له ۴۸ سناتورانو څخه ۱۶ د تحریک انصاف، ۱۱ د پیپلزپارټۍ، ۷ د مسلم لیګ (ن)، ۴ د بلوچستان عوامي ګوند، ۳ د جمعیت علما اسلام، ۲، ۲ د عوامي نېشنل ګوند او متحدې قومي غورځنګ، یو د مسلم لیګ (ق) او ۳ خپلواک سناتوران دي. په تقاعد کېدونکو سناتورانو کې د حکومت ۲۷ او د اپوزېسیون ۲۱ غړي شامل دي. ټاکل شوې چې الیکشن کمېشن راتلونکی کال د سینیټ پر ۴۸ څوکیو انتخابات ترسره کړي او د نویو سناتورانو له ټاکل کېدو وروسته د سینیټ د مشر او مرستیال مشر پر څوکیو هم انتخابات وشي. د بلوچستان لپاره دغه انتخابات ځانګړی اهمیت لري، ځکه د صوبې د یو شمېر سناتورانو د دورې له بشپړېدو وروسته پر نویو څوکیو د سیاسي ګوندونو ترمنځ د سیالۍ تمه ده.
