تازه خبرونه ۲ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان ځوانان دې پر تعلیم او عصري مهارتونو تمرکز وکړي، میر ضیاالله لانګو

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان صوبايي کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي چې د صوبې ځوانان د هېواد راتلونکی دي او باید د وسلو پر ځای قلم او علم خپل ځواک وګرځوي. نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې پر تعلیم، ساینس، ټکنالوژۍ او عصري مهارتونو تمرکز وکړي او خپلې وړتیاوې د بلوچستان د پرمختګ لپاره وکاروي. هغه وویل چې اوسنی دور د مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټر، ساینس او ډیجیټل ټکنالوژۍ دور دی، نو ځوانان باید په دغو برخو کې مهارتونه ترلاسه کړي او د صوبې او هېواد په پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.