کوټه (وېب نیوز) صوبايي حکومت په کوټه ښار کې د ښاریانو لپاره د عامه ترانسپورټ د لا ښه کولو په موخه د ۲۷ نورو برېښنايي بسونو د چلولو پرېکړه کړې ده. د ترانسپورټ محکمې د چارواکو په وینا، دغه بسونه به له چین څخه راوړل کېږي او د اخیستو لپاره یې ټېنډر هم خپور شوی دی. نوې بسونه به په هغو لارو کې چلول کېږي چې اوس پکې ګرین او پنک بس سروس فعاله نه ده. چارواکي وايي چې د نوو برېښنايي بسونو په فعالېدو سره به ښاریانو ته خوندي، آرامه او عصري سفري اسانتیاوې برابرې شي.
