کوټه (وېب نیوز) د جنوبي پښتونخوا د ولسونو درې ورځنۍ قومي جرګه د نواب محمد ایاز خان جوګېزي په مشرۍ په کوټه کې پای ته ورسېده او ۱۹ نکاتی اعلامیه یې خپره کړه. جرګې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ اتمې عمومي ټاکنې رد کړې او د اوسنیو پارلماني او صوبايي اسمبلۍ د ختمولو او د نویو ازادو، شفافو او بې پرې ټاکنو غوښتنه یې وکړه. جرګې ۲۶مه او ۲۷مه آئیني ترمیمونه رد کړل، په جنوبي پښتونخوا کې د ملکي واک د بحالولو او له ضلعو او لویو لارو څخه د ایف سي د ایستلو غوښتنه یې وکړه. همداراز د لېویز ځواک د بېرته بحالولو، د جنوبي پښتونخوا د صوبې جوړولو، د طبیعي سرچینو د غیر محلي کسانو او شرکتونو پر مبینې تخصیص د بیاکتنې او د قانوني سرحدي سوداګرۍ د بحالولو غوښتنه وشوه. جرګې د سیمې ناامني، د مال وړونکو موټرو سوځول او لوټمار وغندل او د سیاسي بندیانو د خوشې کولو، د لادرکه کسانو د موندلو او د څلورم شیډول د پالیسۍ د ختمولو غوښتنه یې هم وکړه. په اعلامیه کې د اوبو، تعلیم، روغتیا، کرنې او روزګار ستونزې هم په ګوته شوې او په ټولو ضلعو کې د جرګې د کمېټو د جوړولو اعلان وشو.
