کوټه (وېب نیوز) درې ورځنۍ پښتني قومي جرګه په کوټه کې پای ته ورسېده. د پای غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ اپوزېشن مشر محمود خان اڅکزي وویل چې د پښتنو ستونزې د یوه ګوند یا شخص له لارې نه حل کېږي، بلکې اتحاد او ګډې مبارزې ته اړتیا ده. نوموړي وویل چې پاکستان د ټولو قومونو ګډ هېواد دی او هېڅوک باید د بادار او غلام په توګه ونه ګڼل شي. هغه په بلوچستان کې د ځواک کارولو د زیاتوالي، ناامنۍ، هدفي وژنو، باج اخیستنې او تښتونو پر پای ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ستونزو حل په ټوپک نه، بلکې په سیاسي خبرو، د اساسي قانون په واکمنۍ، د پارلمان په خپلواکۍ او د رایې په درناوي کې دی. اڅکزي زیاته کړه چې د پښتني سیمو پر طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول لیتیم، سرو زرو، مسو او سکرو، لومړی حق د سیمې د خلکو دی او د هغوی له خوښې پرته به د سرچینو تړونونه ونه منل شي. نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د درناوي او نه لاسوهنې پر بنسټ د اړیکو او قانوني سوداګرۍ د اسانتیا غوښتنه هم وکړه.
