مقامی ۲ ستمبر ۲۰۲۶

په کوټه شالکوټ کې پولیس مقابله، یو تورن وژل شوی او یو ټپي ونیول شو

کوټه (وېب نیوز) د کوټې د سریاب شالکوټ په سیمه کې د پولیسو د چیکنګ پر مهال پر دوو موټرسایکلونو سپرو څلورو کسانو د درېدلو له اشارې وروسته د پولیسو پر ډله مبینه ډزې وکړې. د پولیسو په ځوابي ډزو کې لالا بړېڅ چې د موسی کالونۍ اوسېدونکی و، ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه، په داسې حال کې چې ټپي ملګری یې شفیع الله د پولیسو له خوا ونیول شو. پولیس وايي شفیع الله له وړاندې د غلا او ډاکې په ګډون له ۲۱ څخه په زیاتو قضیو کې مطلوب و. د پېښې له ځایه یو ټي ټي تومانچه له درې مرمیو، یوه ۹ ایم ایم تومانچه له څلورو مرمیو او ۱۵ زره روپۍ نغدې ترلاسه شوې او نورې پلټنې روانې دي.