کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي میر صادق عمراني په صوبه کې د خرابېدونکي امن او امان پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد ته تللي د بلوچستان خلک له سپکو سپورو وروسته بېرته راستانه شوي دي. نوموړي د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې پوښتنه وکړه چې د بلوچستان خلک چا اسلام اباد کلب ته وربللي او هلته یې سپکاوی کړی دی؟ میر صادق عمراني وویل چې په صوبه کې د امن او امان وضعیت تر دې کچې خراب شوی چې اوس خلک ان د اوړک او زیارت په څېر سیمو ته هم په ازاده توګه سفر نه شي کولی. نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې په بلوچستان کې د امن او امان د ټینګښت لپاره سمدستي او اغېزمن اقدامات وکړي، څو ولس ته د سر او مال خوندیتوب او د ازاد تګ راتګ حق یقیني شي.
