تازه خبرونه ۲ ستمبر ۲۰۲۶

ایران پر امارات، بحرین او اردن کې د امریکايي اډو د تازه بریدونو دعوه وکړه

کوټه (ویب نیوز): ایران ادعا کړې چې په تازه بریدونو کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په وسیله په متحده عربي اماراتو، بحرین او اردن کې د امریکايي ځواکونو اډې او پوځي تاسیسات په نښه کړي دي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دغه هېواد د پوځ له قوله ویلي چې لسګونو بې‌پیلوټه الوتکو په متحده عربي اماراتو کې د الظفره او المنهاد اډو راداري سیستمونه او د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو ځایونه په نښه کړي دي. د ایراني پوځ په وینا، په بحرین کې د شیخ عیسیٰ اډې راداري تاسیسات او د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو ځایونه هم د ډرونونو په وسیله په نښه شوي دي. ایراني پوځ ویلي چې دغه بریدونه یې د ایران پر خاوره د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي دي. بلخوا د سپاه پاسداران د عامه اړیکو له قوله ویل شوي چې د دغه ځواک هوايي او فضايي ځواکونو په بالستیک توغندیو د اردن په پرنس حسن هوايي اډه کې د امریکايي «آر کیو-۴» او «اېم کیو-۹» بې‌پیلوټه الوتکو هنګرونه په نښه کړي، چې په ترڅ کې یې د څو ډرونونو د له منځه تلو او د ځینو پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو د وژل کېدو ادعا شوې ده. تر اوسه امریکايي چارواکو د ایران د دغو بریدونو په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.