کوټه (وېب نیوز) درې ورځنۍ پښتني قومي جرګه پای ته ورسېده او ۱۹ نکاتي اعلامیه یې خپره کړه. جرګې د فبرورۍ د اتمې ټاکنې رد کړې او د اوسني پارلمان د ختمولو او د نویو، ازادو او شفافو ټاکنو غوښتنه یې وکړه، همداراز یې ۲۶مه او ۲۷مه آئیني ترمیمونه رد او د هېواد د ستونزو د حل لپاره د ټولو اړخونو د ګډ کنفرانس غوښتنه وکړه. جرګې د پښتون او بلوچ د برابرۍ د منلو یا د جنوبي پښتونخوا د نوې صوبې جوړولو، له ټولو ضلعو او لویو لارو څخه د ایف سي د سمدستي ایستلو، د ملکي واک د بحالولو او د لېویز ځواک د بېرته فعالولو غوښتنه وکړه. په اعلامیه کې د طبیعي سرچینو او ځمکو د غیر محلي کسانو پر مبینې تخصیص مخالفت، د قانوني سرحدي سوداګرۍ د بحالولو، د سیاسي بندیانو د خوشې کولو، د لادرکه کسانو د موندلو او د څلورم شیډول د ختمولو غوښتنې هم شاملې دي. جرګې د سیاسي مذاکراتو، ملکي واکمنۍ او د ولسي حقونو د خوندي کولو پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ.
