کوټه (وېب نیوز) کوټه پریس کلب او د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې په تربت کې د پریس کلب د مشر صلاح الدین سلفي او نورو خبریالانو د پریس کلب ته له تلو د منع کولو پېښه غندلې او د لوړې کچې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده. په ګډ بیان کې ویل شوي چې خبریالانو ته خپل پریس کلب ته د ننوتلو اجازه نه ورکول د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. دواړو ادارو له انتظامیې او امنیتي ادارو غوښتي چې د پېښې شفافې پلټنې او د مسوولینو ټاکنه وکړي.
