تازه خبرونه ۲ ستمبر ۲۰۲۶

د بي ډي اې کارکوونکي له دوو میاشتو راهیسې له معاشونو محروم، د سمدستي ورکړې غوښتنه

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان ډېوېلپمنټ اتارټۍ د کارکوونکو اتحادیې مشر مقصودالرحمان بازۍ د بي ډي اې کارکوونکو ته له دوو میاشتو راهیسې د معاشونو نه ورکولو پر وړاندې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د معاشونو سمري ځنډول د بیوروکراسۍ د غفلت څرګند مثال دی. نوموړي له وزیراعلیٰ او چیف سیکرټري څخه غوښتنه کړې چې سمري ژر منظوره او د دوو میاشتو پاتې معاشونه ورکړي. هغه وویل چې د معاشونو د نه ورکړې له امله سلګونه کارکوونکي او د هغوی کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.