کوټه (وېب نیوز) د جماعت اسلامي بلوچستان مشر مولانا هدایت الرحمن بلوچ ویلي چې د امن او امان، بدامنۍ، ترهګرۍ، د پولو او لویو لارو د بندېدو او د پټرولیم له کاروبار سره د مبینې باج اخیستنې پر ضد به د سپتمبر پر ۳مه په ټول بلوچستان کې د سوداګرو او دوکاندارانو په مرسته شټر ډاون اعتصاب کېږي. نوموړي وویل چې دغه اعتصاب د یوې ډلې یا ګوند نه، بلکې د ولس ګډ غږ دی. هغه له حکومت څخه د امن او امان د ښه کولو، د لویو لارو د خوندي کولو، د قانوني سوداګرۍ د بیا پیل او د مبینې باج اخیستنې د ختمولو لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.
