کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علما اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي مشر مولانا عبدالقادر لوني د بدامنۍ، ګرانۍ او پر پټرولیم توکو د درنو لېویو پر ضد د جماعت اسلامي د سپتمبر پر ۳مه اعلان شوي شټر ډاون اعتصاب ملاتړ کړی دی. نوموړي وویل چې د پټرولیم توکو د بیو لوړوالي، د سرحدي سوداګرۍ بندېدو او د چیک پوسټونو ستونزو د بلوچستان د ولس او سوداګرو ستونزې زیاتې کړې دي. مولانا عبدالقادر لوني له حکومت څخه د بدامنۍ د ختمولو، د سرحدي سوداګرۍ د بیا پیل او د ولسي ستونزو د هواري لپاره د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه وکړه.
