کوټه (ویب نیوز) په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي زیاتېدو، پر ایران د امریکايي بریدونو او تهران ته د اسرائیلو د بیا تازه ګواښونو له امله په نړیوال بازار کې د خام تېلو بیې پرلهپسې څلورمه ورځ هم لوړې شوې او د شپږو اوونیو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. د رویټرز د راپور له مخې، د برېنټ خام تېلو بیه ۵۹ سنټه یا ۰.۶۲ سلنه لوړه شوې او ۹۶.۲۲ ډالرو فی بیرل ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خام تېلو بیه ۷۸ سنټه یا ۰.۸۶ سلنه لوړېدو سره ۹۱.۷۹ ډالرو فی بیرل ته رسېدلې ده. د سوداګرۍ پر مهال د دواړو ډولونو خام تېلو بیې د شپږو اوونیو تر ټولو لوړې کچې ته هم رسېدلې دي. ایراني چارواکي وايي چې د سهشنبې شپې د امریکا په بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپیان شوي، په داسې حال کې چې د ایران هلال احمر ویلي چې د هرمز تنګي ته څېرمه پر یوې واده مراسمو د برید له امله ۴ کسان وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي. بل لور ته د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتز خبرداری ورکړی چې که تهران پر اسرائیلو برید وکړي، اسرائیل به د ایران پوځي او ملکي زیربناوې، په ځانګړي ډول د انرژۍ مرکزونه، فلج کړي. شنونکي وايي چې د اسرائیلو ګواښونو او په سیمه کې روان تاوتریخوالي د تېلو د بیو په لوړېدو کې مهم رول لوبولی دی. د لومړنیو سمندري معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په ورځ یوازې ۶ سوداګریزې بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې، په داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې دغه شمېر ۱۱ و او د تېرو لسو ورځو منځنۍ کچه شاوخوا ۱۳ بېړۍ په ورځ کې وه. د کارپوهانو په وینا، په نړیواله کچه د تېلو د زیرمو کمښت او د هرمز تنګي وضعیت د تېلو پر بازار فشار زیات کړی، په داسې حال کې چې د خام تېلو د بیو لوړېدو له امله په نړیواله کچه د انفلاسیون او د امریکا د سود کچې په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
