مقامی ۳ ستمبر ۲۰۲۶

په چمن کې د امن، پاکوالي او ونو کېنولو کمپاین جاج واخیستل شو

چمن (ویب نیوز) د چمن ډپټي کمېشنر حبیب احمد بنګلزۍ په مشرۍ د ډپټي کمېشنر په دفتر کې د ولسوالۍ د همغږۍ کمېټې مهمه غونډه وشوه، چې د ضلعي ادارې، امنیتي ادارو او بېلابېلو اړوندو محکمو چارواکو پکې ګډون وکړ. په غونډه کې د چمن د عمومي اداري وضعیت، امن او امان، امنیتي ترتیباتو، د ادارو ترمنځ همغږۍ او د ولسي ګټو اړوند چارو تفصیلي جاج واخیستل شو او اړوندو چارواکو د خپلو ادارو د روانو اقداماتو او پرمختګونو په اړه ډپټي کمېشنر ته معلومات ورکړل. په غونډه کې د بلوچستان د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي او د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق اڅکزي د لارښوونو له مخې د روان پاکوالي او ونو کېنولو کمپاین ته ځانګړې پاملرنه وشوه. ډپټي کمېشنر لارښوونه وکړه چې د پاکوالي کمپاین دې لا اغېزمن او منظم شي او په مهمو ځایونو، لویو لارو، بازارونو، د ښار په داخلي او خارجي دروازو او عامه ځایونو کې دې د پاکوالي انتظامات یقیني شي. نوموړي د ونو کېنولو کمپاین د لا اغېزمنولو او د کېنول شوو نیالګیو د ساتنې او پالنې لپاره د ځانګړو اقداماتو لارښوونه هم وکړه، څو چمن یو پاک، شین، زرغون او ښکلی ښار وګرځي. په غونډه کې د امن او امان وضعیت هم وڅېړل شو او اړوندو ادارو ته د متقابلې همغږۍ د لا پیاوړتیا او د ولس د سر او مال د خوندیتوب لپاره د اغېزمنو اقداماتو د دوام لارښوونه وشوه. ډپټي کمېشنر حبیب احمد بنګلزۍ وویل چې پاک، شین او سوله‌ییز چمن د ضلعي ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره ټولې اړوندې ادارې باید خپلې دندې په اغېزمن ډول ترسره کړي، د حکومت پر لارښوونو عمل او د ولسي اسانتیاوو او روانو پرمختیايي او اداري چارو پر وخت بشپړېدل یقیني کړي.