مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

وزیراعلی سرفراز بګټي: پیپلز اېئر او بینظیر ایمبولینس سروس عملي حقیقت جوړ شوی

کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): وزیراعلی بلوچستان میر سرفراز بګټي ویلي چې د پیپلز اېئر او بینظیر ایمبولینس سروس په څېر لویې پروژې اوس حقیقت شوي او دا د بلاول بهټو د وژن څرګند ثبوت دی، هغه وویل چې په بلوچستان کې د تعلیم او روغتیا په برخو کې انقلابي بدلون روان دی، ۹۹ بند ښوونځي فعال شوي او ۱۳ زره نه زیات ښوونکي پر میرټ ګمارل شوي دي، همداراز د سیلاب ځپلو سیمو د بحالۍ کارونه روان دي او زرګونه کورونه جوړ شوي، هغه وویل چې د کوئټې ټراما سینټر به د شهید بینظیر بھټو په نوم ونومول شي، او د پیپلز بس سروس هم د کوئټې نه وروسته تر تربت پورې غځول شوی، وزیراعلی زیاته کړه چې حکومت هڅه کوي ټول لوی ښارونه د معیاري ټرانسپورټ او خدماتو سره وصل کړي او د عامو خلکو د ژوند معیار لوړ کړي.