حب (ویب نیوز) د بلوچستان سویل زون اېکسایز او د نشهيي توکو ضد ادارې په ګډاني کې په لوی عملیات کې د نړیوال بازار په کچه د شاوخوا ۷۴ میلیارد او ۱۹ کروړه روپیو په ارزښت یو زر او ۱۳ کیلوګرامه خالصه یخنامه یا کرسټل مېت برآمد کړې او بهر ته د نشهيي توکو د قاچاق لویه هڅه یې ناکامه کړې ده. د اېکسایز سویل زون عمومي مشر محمد زمان په خبري غونډه کې وویل چې نیول شوې نشهيي توکي بهر ته لېږدول کېدل. نوموړي وویل چې په تېرو دوو کلونو کې له ساحلي سیمې څخه ټولټال یو زر او ۶۳۸ کیلوګرامه یخ، ۶۲۰ کیلوګرامه چرس او ۲۷ زره ۵۴۳ بوتله بهرني شراب نیول شوي، چې له امله یې د نشهيي توکو مافیا ته د ۱۳۳ میلیارد او ۵۶ کروړه روپیو مالي زیان اوښتی دی. هغه وویل چې د ځوان نسل د ساتنې لپاره به د نشهيي توکو پر ضد بېپرې عملیات نور هم چټک کړل شي.
