تازه خبرونه ۳ ستمبر ۲۰۲۶

د خبریالانو او ځايي چاپي رسنیو پر ضد دسیسه کوونکو سره به ښکاره مبارزه کوو، بلوچستان میډیا فورم

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان میډیا فورم مرکزي مشر قیوم بلوچ ویلي چې د خبریالانو او ځايي چاپي رسنیو حقونه غصب کوونکو پر ضد به هر اړخیزه مبارزه کېږي. نوموړي په کوټه کې له خبریالانو او ټولنیزو رسنیو فعالانو سره په خبرو کې وویل چې د بلوچستان میډیا فورم موخه د کوم فرد یا تنظیم پر ضد محاذ جوړول نه، بلکې د خبریالانو، رسنیزو کارکوونکو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځته کول دي. هغه وویل چې فورم د بلوچستان د ۱۱ ضلعو او درې ډویژنونو خبریالان په یوه پلاتفورم راټول کړي او د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره به غږ پورته کوي. قیوم بلوچ وویل چې ځايي اخبارونو تل د ولسي او د بلوچستان ستونزې راپورته کړې دي، نو د ځايي چاپي رسنیو پر ضد به هېڅ ډول دسیسه بریالۍ کېدو ته پرېنښودل شي او د مطبوعاتو د آزادۍ او د خبریالانو د حقونو لپاره به مبارزه دوام ولري.