کوټه/اسلام آباد (ویب نیوز) د جمعیت وکلا فورم پاکستان مرکزي مشر سناتور کامران مرتضیٰ ایډووکیټ د نوموړي سوداګر صلاح الدین نورزي پر بېرحمانه وژنه ژوره خواشیني څرګنده کړې او له حکومت او اړوندو ادارو یې غوښتنه کړې چې د پېښې سمدستي، شفافه او بېطرفه پلټنه وکړي، ککړ کسان ونیسي او د مقتول کورنۍ ته انصاف ورکړي. نوموړي وویل چې د صلاح الدین نورزي وژنې د ولس د سر او مال د خوندیتوب او د ټول هېواد د امن او امان پر وضعیت لویې پوښتنې راپورته کړې دي. د هغه په وینا، یو کال وړاندې د مقتول زوی لادرکه شوی و او اوس یې پلار هم وژل شوی چې له امله یې د کورنۍ ستونزې او کړاو نور هم زیات شوي دي. سناتور کامران مرتضیٰ وویل چې د پېښې بشپړه پلټنه دې وشي، قاتلان او د هغوی سهولت کاران دې معلوم او ونیول شي، او د لادرکه شوي ځوان د موندلو لپاره دې هم جدي او اغېزمن ګامونه پورته شي. هغه وویل سوداګر د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې مهم رول لري، نو حکومت باید د ولس او سوداګرو د امنیت لپاره عملي اقدامات وکړي او د جرمي عناصرو پر ضد بېپرې کارروایي وکړي.
