مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

خضدار کې د روف مینګل پر کور چاپه، سیاسي فشارونه روان دي: ساجد ترین

کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د بلوچستان نېشنل ګوند مرکزي سینیر نائب صدر ساجد ترین ایډوکیټ ویلي چې په خضدار کې د ګوند د مشر روف مینګل پر کور چاپه د بلوچستان حالات خرابولو یوه منظم سازش دی، هغه وویل چې حقیقي سیاسي مشرتابه د فارم ۴۷ له لارې د راغلو کسانو د پیاوړي کولو لپاره له فشار سره مخ ده، او د صوبې د معدني وسایلو لوټ لپاره دا ډول کړنې ترسره کېږي، هغه زیاته کړه چې د سیاسي مشرانو پر ضد کمپاین او د خلکو بې درکه کول د سختو اندېښنو وړ دي او د دې عملونو پر ضد به سیاسي او جمهوري مبارزه جاري ساتل کېږي.