مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

انتظاميه د تاجران پر بې‌جواز چاپو او ځورونې ناقابلِ قبول دي: پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوئټه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): پښتونخوا ملي عوامي ګوند ضلع کوئټه په یوه بیان کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د مجسټریټانو له لوري پر دوکانونو، هوټلونو او کاروباري مرکزونو بې‌جوازه چاپو او د تاجران د ځورونې سخت غندنه کړې ده، په بیان کې ویل شوي چې د اختیاراتو ناوړه استعمال، ادعا شوې رشوت خوري او غیرقانوني جرمانې تاجران له سخت مالي او ذهني فشار سره مخ کړي دي، ګوند ویلي چې دوی د صفایۍ او نرخنامو د عملي کولو ملاتړ کوي خو د تاجران نیول او زندان ته لېږل او د اختیاراتو تجاوز هېڅ صورت کې د منلو وړ نه دي، او له انتظامیې یې غوښتنه کړې چې د دې اقداماتو سمدستي نوټس واخلي، که نه نو د تاجران سره په ګډه به پراخ احتجاجونه پیل کړي.