صنعا (ویب نیوز) د یمن د لوېدیځ ساحل ته څېرمه د حوثیانو د ډلې «انصارالله» او یمني پوځ ترمنځ په سختو نښتو کې له ۱۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، جګړه له پنجشنبې راهیسې روانه ده او د پنجشنبې او جمعې ترمنځ شپه کې په پوځي بریدونو کې ۲۴ جنګیالي هم وژل شوي دي. راپورونه وايي، حوثیانو د یمني پوځ پر ضد د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.
