تازه خبرونه ۴ ستمبر ۲۰۲۶

د جونیر هاکي اسیا کپ: د پاکستان د نارینه او ښځینه لوبډلو بریالۍ پیل

بیجینګ (ویب نیوز) په چین کې د روان جونیر هاکي اسیا کپ سیالیو کې د پاکستان د نارینه او ښځینه لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې وګټلې. د پاکستان ښځینه جونیر لوبډلې په چلنجرز پول کې هانګ کانګ چین ته ۲-۰ ماتې ورکړه او دواړه ګولونه شارقه ووهل. بل لور ته د پاکستان نارینه جونیر لوبډلې قزاقستان ته په یو اړخیزه سیالۍ کې ۱۵-۰ ماتې ورکړه. رانا عبدالسميع او رانا ولید هر یوه د هېټ ټرېک په ګډون ۴ ګولونه ووهل، ندیم خان ۲ او بشارات علي، غلام مصطفی، علي انصر، محمد یحیی نجیب او حمزه علي یو، یو ګول وواهه.