کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي چې ځینې بلوچستاني سیاستوال په واک کې یو دریځ او له واکه بهر بل دریځ خپلوي. هغه پر سردار اختر مینګل او محمود خان اڅکزي نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ده اختلاف له دوی سره په دې اړه دی چې د بلوچ او پښتنو د پوهاوي پر ځای د دواړو قومونو د بېلولو یا د هغوی ترمنځ د درز اچولو هڅه کېږي. ضیا لانګو وویل، که د پښتون قومي جرګې موخه د پښتنو د سیاسي او ټولنیزو ستونزو او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره کار کول وي، نو دا ښه ګام دی، خو هر څوک چې د بلوچ او پښتنو د وېش یا د هغوی ترمنځ د اختلاف هڅه وکړي، دی به یې مخالفت کوي. هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ له منځه وړل د اوسني حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې باید د سیاسي ګټو لپاره دریځ بدل نه شي.
