کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علماء اسلام کوټې ضلعي مشر مولانا عبدالرحمن رفیق او نورو مشرانو په ښار کې د هدفي وژنو، نشه يي توکو د کاروبار او زیاتېدونکو جرمونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د نوموړي سوداګر صلاح الدین نورزي وژنه یې غندلې ده. مشرانو وویل، د ورځې په رڼا کې د خلکو وژل او د قاتلانو په اسانۍ تښتېدل د امن او امان د خراب وضعیت څرګندونه کوي، په داسې حال کې چې د سیف سټي لپاره میلیاردونه روپۍ لګول شوې دي. هغوی له حکومت څخه د قاتلانو د سمدستي نیولو، د خلکو د سر او مال د خوندیتوب او د نشه يي توکو او نورو ټولنیزو بدیو د مخنیوي لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه. دوی خبرداری ورکړ چې که وضعیت ښه نه شو، جمعیت علماء اسلام به پراخ ولسي احتجاج وکړي.
