کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د پاکستان پیپلز ګوند مشر سردار عبیدالله ګورګېج ویلي چې د سپټمبر شپږمه د پاکستان په تاریخ کې مهمه او نه هېریدونکې ورځ ده. هغه وویل، د ۱۹۶۵ کال په جګړه کې د وسلهوالو ځواکونو او ولس د مېړانې، یووالي او قربانۍ له امله د هېواد دفاع وشوه او شهیدان او غازیان د ټول ملت اتلان دي. نوموړي وویل چې د هېواد د امنیت، خپلواکۍ او ملي یووالي لپاره باید اتحاد او اتفاق پیاوړی شي او د سیاسي او شخصي اختلافاتو پر ځای د پاکستان پرمختګ، سولې او ثبات ته لومړیتوب ورکړل شي.
