مقامی ۴ ستمبر ۲۰۲۶

پښتون قوم نوره وېش نه شي زغملی، د جنوبي، شمالي او مرکزي پښتونخوا یووالی زموږ عزم دی، احمد خان

کوټه (ویب نیوز) د افغان قومي غورځنګ مشر او د تحریک مشر احمد خان ویلي چې د پښتنو د ملي یووالي لپاره د پښتون وطن ټولې برخې په یوه لړۍ کې نښلول د دوی عزم دی. هغه وویل، وېشل شوی پښتون وطن باید د بېلابېلو نومونو پر ځای د «متحده صوبه پښتونستان» په نوم یاد شي او د جنوبي، شمالي او مرکزي پښتون مېشتو سیمو یووالی د وخت مهمه اړتیا ده. احمد خان وویل چې د پښتنو اتحاد به ملي وحدت، هویت او ټولیز ځواک پیاوړی کړي او له محرومیت او محکومیت سره به د ګډې مبارزې زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه چې د جغرافیایي حقایقو له مخې پخوانۍ فاټا هم د متحد پښتونستان برخه ده او د پښتون وطن د لا وېش هر ډول سیاسي هڅه به پښتانه له نورو ستونزو سره مخ کړي.