تازه خبرونه ۵ ستمبر ۲۰۲۶

په چمن کې د پاکستان د دفاع ورځې په مناسبت د پرتمینې ریلی تابیا

چمن ( سید سردار محمد خوندئی )
د چمن په ولسوالۍ کې د پاکستان د دفاع ورځې په لړ کې د یوې پرتمینې او باشکوه ریلی تابیا وشوه.

د ریلی مشري د چمن د تعلیم ضلعي افسر عبدالقدوس خان اچکزي او د چمن د دولتي ماډل های سکول پرنسپل حاجي غلام سرور وکړه.

په ریلی کې ښوونکو، زده کوونکو او د ښار ګڼ شمېر وګړو په پراخه کچه ګډون وکړ. ګډونوالو په لاسونو کې ملي بیرغونه نیولي وو او د “پاکستان زنده باد” او “پاک پوځ زنده باد” په لوړو شعارونو سره یې فضا ګرمه کړه. په دې موقع ګډونوالو له ګران هیواد سره خپله ژوره مینه او کلک ملي یووالی څرګند کړ.

د ریلی په پای کې ویناوالو وینا وکړه او د 6 سپتمبر 1965 د شهیدانو او غازیانو یاد یې په درناوي سره تازه کړ. ویناوالو وویل چې د دفاع ورځ موږ ته د هیواد د دفاع، ملي یووالي او سرښندنې او قربانۍ ستره روحیه را په یادوي. د پاکستان د سلامتیا، خپلواکۍ او ثبات لپاره ټول ملت متحد او ژمن دی او د هرې قربانۍ ورکولو ته چمتو دی.

ویناوالو زیاته کړه چې د دې ریلی اصلي موخه په نوې نسل کې د هیواد سره د مینې، ملي شعور، یووالي او هیواد ته د وفادارۍ روحیه پیاوړې کول دي.