پاکستان ۵ ستمبر ۲۰۲۶

د ایکسائز او انټي نارکوټکس ساوت زون په تاریخ کې تر ټولو لوی عملیات، له ګډاني څخه د 74 ملیارده روپو څخه په زیات ارزښت یو ټن څخه زیات آئس ونیول شو

کوټه (سید سردار محمد خوندۍ)

د بلوچستان د ایکسائز او انټي نارکوټکس ډیپارټمنټ ساوت زون د نړیوالو نشه يي توکو مافیا پر ضد د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی عملیات کړي او د ګډاني له ساحلي سیمې څخه یې 1,013 کیلوګرامه خالص آئس نیولي دي، چې په نړیوال بازار کې یې ارزښت 74.19 ملیارده روپۍ دی.

دا عملیات د بلوچستان د اعلیٰ وزیر میر سرفراز احمد بګټي، چیف سیکرټري شکیل قادر خان او سیکرټري ایکسائز سید ظفر علي بخاري په ځانګړو لارښوونو د ایکسائز او انټي نارکوټکس ساوت زون د ډایریکټر جنرل محمد زمان تر څارنې لاندې ترسره شول. د دې نیونې سره نړیوالې ډرګ مافیا ته د ملیاردونو ډالرو تاریخي زیان رسیدلی دی.

د ګډاني عملیاتو جزیات
نیول شوي نشه يي توکي 1,013 کیلوګرامه خالص کرسټل میتھ (آئس) دي، چې په ډیر مهارت سره د قاچاق کولو هڅه کیدله.

د دوو کلونو د کارکردګۍ جاج
دا عملیات په تیرو دوو کلونو کې د ساحلي کمربند په اوږدو کې د بریالیو عملیاتو لړۍ ده.

  1. میګا میرین عملیات: 425 کیلو آئس، 20 کیلو چرس او 5,076 یونټه بهرني شراب او بیر ونیول شول، ارزښت 31.35 ملیارده روپۍ.
  2. لوی انټي نارکوټکس عملیات: 200 کیلو آئس، 600 کیلو چرس او 8,000 یونټه بهرني شراب او بیر ونیول شول، ارزښت شاوخوا 28 ملیارده روپۍ، چې د نشه يي توکو پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت له منځه یوړل شول.
  3. نور عملیات: په مختلفو عملیاتو کې په ټولیزه توګه 14,467 یونټه بهرني شراب او بیر ونیول شول.

د دوو کلونو ټولیزه پایله
په تیرو دوو کلونو کې د ایکسائز ساوت زون په ټولیزه توګه 1,638 کیلوګرامه آئس، 620 کیلوګرامه چرس او 27,543 بوتلونه او کین بهرني شراب او بیر نیولي دي، چې له امله یې د نشه يي توکو کارټلونو ته په ټولیزه توګه 133.56 ملیارده روپۍ نړیوال مالي زیان اړولی دی.

ډایریکټر جنرل محمد زمان وویل چې د ایکسائز ډیپارټمنټ به د ځوان نسل د خوندي کولو او د ساحلي سرحدونو د ساتنې لپاره د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد بې توپیره عملیاتو ته دوام ورکړي.