پاکستان ۵ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان د ولس امن، سوکالي او هوساینه د ریاستي هڅو مرکزي محور دی، سید عاصم منیر

کوټه(وېب نیوز)فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د پوځ لوی درستیز او د دفاعي ځواکونو مشر، د کوټې ګارنیزن څخه لیدنه وکړه او د ساحوي فارمېشنونو له قوماندانانو او کمانډنګ افسرانو سره یې وکتل. نوموړي ته په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت، عملیاتي تیاریو او د امن او ثبات د ساتلو لپاره د روانو اقداماتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول. د آی اېس پي آر له مخې، سید عاصم منیر د پوځ د افسرانو او سرتېرو مسلکي وړتیا او عزم وستایه او د امن د ټینګښت او اقتصادي پرمختګ لپاره یې د قانون پلي کوونکو ادارو او نورو ریاستي ادارو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل چې د بلوچستان د ولس امن، سوکالي او هوساینه د ریاستي هڅو مرکزي محور دی او خوندي او باثباته چاپېریال به په صوبه کې د پرمختیايي پروژو، اقتصادي فرصتونو او د خلکو د ښه راتلونکي لپاره زمینه برابره کړي. نوموړي د شهیدانو سترې قربانۍ هم وستایلې.