مقامی ۱۵ مئی ۲۰۲۶

برشور کې د تاریخي جلسې اعلان، خوشحال خان کاکړ به وینا کوي: نصرالله زیرې

پشین (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند صوبایي صدر نصرالله خان زیرې اعلان کړی چې د عیدالاضحی په څلورمه ورځ به د برشور بازار کې لوی تاریخي جلس عام ترسره کېږي، چې پکې به د ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړی خوشحال خان کاکړ او نور مرکزي مشران وینا کوي، هغه وویل چې دا جلسه د موجوده سیاسي وضعیت او د “مائنز اینډ منرلز ایکټ ۲۰۲۵” په تناظر کې ډېره مهمه ده، ځکه دا قانون د سیمه‌ییزو خلکو له حقونو د محرومولو هڅه ده، هغه زیاته کړه چې د معدنیاتو او ځمکو لومړی حق د ځایي خلکو دی او ګوند به د دې قانون پر ضد پراخه عامه شعور کمپاین پیل کړي.