کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان په مرکز کوټه کې د امن او امان وضعیت یو ځل بیا د اندېښنې وړ ګرځېدلی او د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ډاکو، لارې شوکو، موټرسایکل غلا او له خلکو څخه د نغدو پیسو او قیمتي توکو د لوټلو پېښې زیاتې شوې دي. د ښار په ګڼو پولیسو حدودو کې د وسلې په زور د لوټمارۍ پېښې راپور شوې دي او په ځینو پېښو کې د دولتي ادارو نوم په کارولو سره کورونو ته د ننوتلو ادعاوې هم شوې دي. د پولیسو د بېلابېلو تاڼو په حدودو کې له خلکو څخه د موټرسایکلونو، موبایلونو، نغدو پیسو، سرو زرو او نورو قیمتي توکو د لوټلو او غلا ګڼې پېښې راپور شوې دي. د ښار اوسېدونکي وايي چې د جرمونو زیاتېدونکي لړۍ سخت وېرولي او له پولیسو او ضلعي انتظامیې یې غوښتنه کړې چې په ښار کې اغېزمنه ګزمه زیاته کړي، په مهمو سړکونو او حساسو سیمو کې امنیتي حضور پیاوړی کړي او د غلا او شوکو پر وړاندې بېړني او بې پرې اقدامات وکړي.
