اسلاماباد، کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان په ساحلي سیمه ګډاني کې د پاکستان سمندري ځواکونو د ایکسایز، ټېکسیشن او انټي نارکوټکس ساوت زون ادارې سره په ګډه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي او شاوخوا زر کیلوګرامه آئس نشه يي توکي یې نیولي دي. د پاکستان سمندري ځواکونو د عامه اړیکو ادارې له مخې، عملیات د ګډ سمندري معلوماتو د همغږۍ مرکز په همکارۍ ترسره شوي او نیول شویو نشه يي توکو نړیوال ارزښت شاوخوا ۲۱ کروړه او ۵۰ لکه امریکايي ډالر ښودل شوی دی. نشه يي توکي د نورو قانوني اقداماتو لپاره د ایکسایز، ټېکسیشن او انټي نارکوټکس ساوت زون ادارې ته سپارل شوي دي. د پاکستان سمندري ځواکونو ویلي چې دا بریالي عملیات د بېلابېلو ادارو د اغېزمنې همکارۍ څرګندونه کوي او د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
