مقامی ۵ ستمبر ۲۰۲۶

د چاغي په بازار کې ډزې، مشر قبایلي شخصیت ملک کریم داد محمد حسني ووژل شو

چاغي(وېب نیوز) د چاغي په بازار کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې مشر او باوري قبایلي شخصیت ملک کریم داد محمد حسني وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، ملک کریم داد محمد حسني په یوه دوکان کې ناست و چې په سپین زر رنګ کرولا اېکس موټر کې سپرو څلورو نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې، چې له امله یې نوموړی په ځای ووژل شو او بریدګر له پېښې وروسته وتښتېدل. د پېښې له خبرتیا وروسته د چاغي ایس ایچ او د پولیسو له ډلې سره د پېښې ځای ته ورسېد او د شواهدو راټولولو ترڅنګ یې د پېښې پلټنې او د بریدګرو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي.