مقامی ۵ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان په دکي کې وسله وال برید، درې ساتونکي ووژل شول، دوه لا درکه

دکي(وېب نیوز) د دکي په جهالار سیمه کې وسله والو د سردار اکبر خان ناصر په ځمکو کې پر دندو ګومارل شوو ساتونکو برید کړی چې په پایله کې یې درې ساتونکي وژل شوي او دوه نور لا درکه شوي دي. د دکي ایس پي منصور احمد بزدار په وینا، په وژل شویو کسانو کې غنو ولد خدایداد، آغا جان او عزت خان شامل دي چې د افغانستان اوسېدونکي بلل شوي دي. پولیسو د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته انتقال کړي، په داسې حال کې چې د لا درکو ساتونکو نادر خان او بشیر خان د موندلو لپاره عملیات روان دي. د پولیسو په وینا، جهالار د دکي ښار څخه شاوخوا یو ساعت لرې په جنوبي لوري کې غرنی سیمه ده چې تر دې وړاندې هم هلته د سردار اکبر خان ناصر په ځمکو کې پر دندو ګومارل شوي ساتونکي په نښه شوي دي.