واشنګټن(وېب نیوز) له پنټاګون څخه د محرمو معلوماتو د لیک کېدو د قضیې د پلټنو پر مهال د ګډو ځواکونو د ستاد د ۵۰ غړو پولیګراف ازموینې اخیستل شوې دي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د مهمو وسلو او مهماتو په زېرمو کې د کموالي اړوند معلوماتو له خپرېدو وروسته د پلټنو لړۍ پراخه شوې ده. د راپور له مخې، د ګډو ځواکونو په ستاد کې شاوخوا ۲ زره افسران او کارکوونکي دندې ترسره کوي، خو په معاصر امریکايي تاریخ کې د دې ډول پلټنو کومه بېلګه نه ده لیدل شوې. راپور زیاتوي چې په پنټاګون کې د بې باورۍ او شکونو فضا موجوده ده. د پنټاګون په وینا، د محرمو معلوماتو ساتنه د امریکايي سرتېرو د امنیت لپاره ډېره مهمه ده.
