دوبۍ(وېب نیوز) د ښځینه شل اوریز اسیا کپ په سیالۍ کې د هند ښځینه کرکټ لوبډلې پاکستان ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه. پاکستان لومړی بیټنګ وکړ او په ۱۸ اعشاریه ۱ اور کې یې یوازې ۵۵ منډې جوړې کړې. شوال ذوالفقار ۱۴ او منیبې علي ۱۳ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د پاکستان نورې توپوهونکې دوه عددي منډو ته ونه رسېدې. هند د ۵۶ منډو هدف په نهم اور کې د ۳ ویکټو په زیان ترلاسه کړ. د هند شري چراني او پریما راوت درې، درې ویکټې واخیستې. د پاکستان ۵۵ منډې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د ښځینه لوبډلې تر ټولو ټیټ سکور بلل شوی. هند لا له وړاندې نیمه پایلوبې ته لار موندلې، خو پاکستان ته دا لوبه د نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره مهمه وه.
