کوټه (سید سردار محمد خوندی)
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستان د دفاع ورځې په مناسبت یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه.
د غونډې په ترڅ کې د بلوچستان والي شیخ جعفر خان مندوخیل، د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي او د بلوچستان کور کمانډر لیفټیننټ جنرل راحت نسیم احمد خان د شهیدانو په یادګار حاضر شول، د ګلونو څادر یې واچاوه او د شهیدانو د درجو د لوړوالي لپاره یې دعا وکړه.
په دې موقع د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي شهیدانو او غازیانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل چې ٦ سپتمبر د پاکستان په تاریخ کې هغه نه هېرېدونکې ورځ ده چې هېڅکله به هېره نه شي.
هغه وویل چې په ١٩٦٥ کال جګړه کې د وطن د دفاع لپاره د ځانونو قرباني ورکوونکو شهیدانو د زړورتیا او وطن دوستۍ بې ساري مثال قائم کړ، د هغوی قربانۍ نن هم د ټول قوم لپاره د حوصلې او لارښوونې سبب دي.
میر سرفراز بګټي د پاک پوځ ټولو هغه ځوانانو ته هم سلام وړاندې کړ چې د هیواد د دفاع لپاره خپلې چارې په ښه توګه ترسره کوي. هغه وویل چې د پاکستان امنیت او خپلواکي تر هر څه مهمه ده او پر دې به هیڅ ډول جوړ جاړی ونه شي.
اعلی وزیر وویل چې د شهیدانو کورنۍ د قوم قیمتي سرمایه ده چې قربانۍ او خدمتونه به یې تل په قدر وګڼل شي. د بلوچستان ولس هم د هیواد د دفاع او امنیت په چارو کې تل له خپلو وسله والو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان اصلي ځواک ملي یووالی او اتحاد دی، مونږ باید په همدې اتحاد سره د هیواد د آزادۍ، خپلواکۍ او امنیت ساتنې لپاره خپل رول ولوبوو.
په ورته وخت کې په چمن، پشین او د بلوچستان په ټوله سیمه کې د دفاع ورځ په ډیر جوش او جذبې سره ولمانځل شوه. شهیدانو او غازیانو ته په شانداره ټکو کې د عقیدت پیرزوینې وړاندې شوې، په بیلابیلو سیمو کې لاریونونه وشول، غونډې جوړې شوې او د اورلوبې ننداره هم وشوه.
